IQNA

د انساني کرامت لوړتیا  له کلتوري پراختیا سره تړلې ده

10:27 - November 14, 2024
د خبر لمبر: 3490157
ایکنا - په ایران کې د عراق کلتوري سلایار یاسر عبدالزاهرا  ووئيل، هرڅومره ټولنه د کلتوري ارزښتونو په لور پرمخ ځي، انساني کرامت هم د نظر وړ حد ته رسیږي، پردې اساس ددغو دواړو ترمینځ رابطه ، یوه تناسب لرونکي معنا لري.

په ایران کې د عراق کلتوری سلایار یاسر عبدالزهرا،په اوسمهاله نړۍ کې د کورنۍ چیلنجونه او انساني کرامت نومې لومړني نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته،ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل، انساني کرامت یو شخصي او فطري او له ټول بشریّت سره اړونده  حقیقت دی.
هغه د انساني کرامت او کلتور ترمینځ د موجودو نسبتونو په باب ووئيل،انساني کرامت ،د اعتقادي بنیاد او ارزښتونو یوه ټولګه ده او بې شکه  هغه مهال دغه کرامت انسانان مني چې  په یوه روزنیز کلتور مشتمل وي. اوس که فرهنګ او کلتور موجود نه وي، او په دې زمینې کې زده کړې ورنکړل شي، نو انساني کرامت به خپل ځائیګی هغه که حقیقي  بڼه ولري او یا که حقوقي بنّ ،ونه مومي.
هغه پخپلو څرګندونو کې ووئيل،نن سبا که د ایران او عراق ترمینځ د اړیکو خبره کیږي،نو د هغو اړیکو خبره ده چې په کلتوري مسئلو مشتملې دي او که مونږ یوازې په یوې کلتوري مسئلې، یعني په دغو اړیکو کې یوازې دیني او زیارتي اړخ ته وګورو،نو په جوت ډول وئيلی شو چې دغه دوه ملتونه په بشپړ ډول سره غږمله او مسنجم ډول د اړیکو د پراختیا په حال کې دي.
عبدالزهرا ووئيل، اربعین  له دې مخکې چې یو دیني اړخ وي، یو کلتوری او اجتماعي اړخ دی او زما په نظر سره ، دا  هغه اړخ دی چې مرسته کولی شي، دوه ملتونه  لازیات د یو ډول سسټماټيکو اړیکو د رامینځةکولو په لور حرکت وکړي.
د یادولو ده چې، د ؛انساني کرامت او په اوسمهاله نړۍ کې د کورنۍ  چیلنجونه  نومې د انساني کرامت او یوه واحد امت  لومړنی نړیوال سمینار د مشهد مقدس په فردوسي پوهنتون کې د انساني کرامت او یوه واحد امت د نړیوال کنفرانس د سیکرټریټ  له خوا د لړم  د میاشتې له ۲۱ نیټې پیل شوی او تر سبا پورې به دوام لري.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4247761

captcha